حاجي اغا: په کندهار کې د پنبې ۴۰ فابریکې تړل شوي
د افغانستان د متشبثینو بورډ رئیس وايي چې په کندهار ولایت کې د پنبې شااوخوا ۴۰ فابریکې تړل شوي دي.
رحمالدین حاجي اغا نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه فابریکې له یوې میاشتې راهیسې تړل شوي چې لاملیې له پاکستانه د پروسس شوې پنبې نهواردول ښودل شوي چې هره ورځ سوداګرو ته له پنځه تر څلور زره افغانیو تاوان اوړي.
ښاغلی حاجي اغا زیاتوي، د فابریکو د تړلو له امله شااوخوا یو لک کسان بېکاره شوي دي.
رحمالدین حاجي اغا وايي، که څه هم دغه موضوعیې له حکومتي بنسټونو سره شریکه کړې، خو تر اوسه ورته هېڅ پام نهدی شوی.
له څو میاشتو راهیسې د افغانستان په پنبې بار لسګونه موټر د پاکستان د تازه وضع شویو شرایطو له امله په سیپن بولدک دروازه کې درول شوي دي.