ارزګان چارواکي: د یوه طالب مشر په ګډون ۷ طالبان وژل شوي
د ارزګان ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې تېره شپه د نښتو پر مهال د یو طالب ملا حمیدالله په ګډون ۷ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
په ارزګان ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي عملیاتي کنډک قوماندان ملک زین الله نن پنجشنه ازادي راډيو ته وویل چې دغه وسلهوال طالبان د ترینکوټ ښار اړونده په شامنصورو سیمه کې هغه مهال ووژل شول کله چې یې په یاده سیمه پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د کلک مقاومت سره مخامخ شول.
نوموړی وايي، د دوی شمېر چې لسګونه ته رسېده، غوښتل یې چې یادو پوستو ته سقوط ورکړي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.