له روسیې د «G20» هېوادونو غوښتنه!
اوو سترو صنعتي هېوادونو له روسیې غوښتي دي چې په سالیزبوري ښار کې د پخواني روس جاسوس او د هغه د لور د مسمومېدو په اړه د بریتانیا حکومت ته بشپړ او دقیق معلومات ورکړي.
د جي اووه د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په یوه بیان کې وویل، دوی د بریتانیا له هغې ارزیابۍ سره موافق دي چې وايي، د سیرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا د مسمومولو په هڅه کې ښايي د روسیې لاس وي.
سیرګي او لور یې د روان کال د مارچ په ۴مه نېټه په سالیزبوري ښار کې پر یوه څوکۍ په بیسده حالت کې وموندل شول او وروسته روغتون ته ولېږدول شول.
بریتانیا ادعا کوي چې دواړه کسان د نوویچوک په نوم د هغې زهري مادې په وسیله مسموم شوي دي چې په پخواني شوروي اتحاد کې جوړېدله خو روسیې دا تورونه په کلکه رد کړي دي.
یولیا یوه اوونۍ مخکې له روغتون څخه ووته خو پلار یې اوس هم د جدي مراقبت په څانګه کې بستر دی.