د شاتو تولیدوونکو ټولنو د حمل ۲۸مه د شاتو د ورځې په نامه ونوموله
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت او د شاتو تولیدوونکو ټولنو د حمل ۲۸مه د شاتو د ورځې په نامه ونوموله.
پهدې مناسبت نن سې شنبه په کابل کې د هېواد د شاتو د تولیداتو یو نندارتون پرانېستل شوی دی.
د کرنې او مالدارۍ د وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، پهدغه نندارتون کې د هېواد د شاتو د بېلابېلو ولایتونو تولیدات نندارې ته ایښودل شوي دي.
ښاغلي رستمي وویل، تېر کال په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۱۰۰ ټنه باکیفیته شات تولید شوي وو چې د ۱۳۹۵کال په پرتله پهکې ۲۴ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
ده وویل، د کرنې وزارت پلان لري؛ په ټولو ولایتونو کې د شاتو د مچیو له روزونکو او پالونکو سره لازمې مرستې وکړي چې د هېواد د شاتو کیفیت او کمیت لوړ او له بهره يې د وارداتو کچه ټیټه شي.
ده هیله وښوده، سږ کال په هېواد کې د شاتو تولیدات له تېر کاله هم زیات شي.